دافغانستان نامتو سندرغاړی ظاهرهویدا په آلمان کي په حق ورسیدې
 ولی محمد  نورزی ولی محمد نورزی

 

 

د افغانستان  نامتو مشهور سندرغاړی ظاهر هویدا نن سهار(دوشنبه دحوت په ۱۵ نيټه اود ۲۰۱۲ میلادی کال د مارچ د میاشتی په پنځمه نیټه دهجرت په څپوکي داووه شپته کلونو په عمرد آلمان د هامبورګ په ښارکي کې وفات شو.   انا لله وانا الیه راجعون.

ظاهرهویدا په( ۱۹۴۵ میلادي کال) په دایکنډي کې زېږېدلی وو،چې هماغه وخت د بامیان ولایت په نامه یادیدی.

ظاهرهویدا په یوه غریبه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې . هویدا دخپل دژوند په درشل کي ډیرکړاوونه اوستونزې ګا للي دی. دده د ژوند ستونځي لا هغه مهال  زیاتې شوې چې دئ اووه کلن وو او پلار یې له لاسه ور کړی. ظاهرهویدا په ۱۹۵۳ میلادی کال کی د مزار شریف د سلطان غیاث الدین  په لمړنی ښوونځی کی شامل شو. په دغه وخت کي د ظاهرهویدا ګران پلارد ۳۳ کلنو په عمرپه مزار شریف کی وفات شو. ظاهرهویدا د خپل وروراوکوڼدی مورسره یواځی پاتی شول او په مزاری شریف کی یی دخپل ژوند سختی شپی اوورځی د خپل کاکا سره تېري کړي خووروسته بیا دده کورنۍ کابل ته ولاړه.اود کابل دچندواولوپه سیمه کی میشت شول په دغه وخت کي هویدا دزده کړی لپآره دسید جماالدین افغان په اپتدایی لمړنۍ ښوونځۍ کي شامل شو.

ظاهرهویدا لا ۱۳ کلن وو چې کورنۍ یې د کابل د کتاب فروشی کو څي ته کوچ وکړي اوهویدا دا وخت دکابل د استقلال په لېسه کې شامل شو. ظاهر هویدا د خپلو ټولګیوالو په منځ کي ډیر مخکښ او لایق شاګرد وو. خود اقتصادي ستونزوله کبله یې درس تر پایه ونه لوستلې او دخپلی کورنۍ سره یی د مرستي لپاره د سګرت خرڅولو،کتاب پلورلو، او هم دا رنګه دیوي مودی لپاره له موچي سره شاګرد پا تي شوی دی،.بیا وروسته د خیاط شاګرد او څه موده هم د طبیب یا حکیم شاګرد وو.او څه باندی دوه کاله یی د سینمآ ټکټونه پلورلي دی.چه په دی هکله  هویداد خپلی کورنۍ لپاره د یوی ګولي ډوډۍ د پیداکولو هڅي کړي دي.هویدا په ۱۳ کلنې کی د خپل ږغ د ازمایښت لپاره خپل ځان د موسیقی وسمندرته ور وروغورځا وه اودزده کړی په څنګ کی یی دهنراوموسیقی څانګه غوره کړه او په دی لاره کی یی  خپلي هڅي نوری ګړندې کړی.

 

 د تحصیلاتو څخه ورو سته هویدا د تیاتراو هنری ډګرته ورودانګل. داستاد نینواز، رحیم جهانی،او خپل ورورکبیرهویدا په مرسته یی دموسیقی ځا نګړي ارکسترجوړکړي. اود هیواد دهغه وخت په جشنونوکي ډیرښه وځلیدی.

په ۱۹۷۰ میلادی کال کي ظاهرهویدا د افغا نستان د منل شووسندرغاړوپه ډله کي را غلي اود( کمر باریک) غزل یی د شهرت وهسک مقام ته ورسیده.هویدا د موسیقی سره ډیره مینه درلوده او په دی لاره کي یی د مو سیقی د استادانو څخه ډیرڅه زده کړی هم دي.ظاهرهویدا د موسیقی په هنری برخوکی ډیرکنسرتونه ورکړیدی، او دوخت  دشاهی نظام غړوهم دده دسندروسره علاقه درلودله.

 هویدا د موسیقۍ ډګرته ترداخلېدو کلونه وروسته په(۱۹۶۳) میلادی کال کې د اماتوروارکستر هنری ګروپ جوړکړي، او د آماتوروسندرو په ویلو یی پیل وکړي. ظاهرهویدا د موسیقی د لا ښه پر مختګ لپاره دیوه وتلې سندرغاړي په تو ګه دیوه تحصیلی بورس لپاره  دچایکووفسکی د مؤسیسی په بلنه د شوروی اتحاد پلازمینی مسکوښارته ته ولاړي. او هلته یی د موسیقی په څانګه کي مسلکی زده کړی وکړی. هویدا هیواد ته د ستنیدو نه ورو سته دیوه مسلکي تجربه کاره اوعصری هنرمند په تو ګه  د عصری نوی موسیقی دخوځښت لپآره نوی بنسټ کښیښودی.

ظاهرهویدا د افغا نستان دوتلی هنرمند مرحوم احمد ظاهر په موافقه  دهغه خوږه سندره چي(ګر زلفی پریشانت) او د مسحور جمال سندره لیلا  ما مرد وشیدا ما مرد په ډیره ښه ډول سره وویله او دخلکو د تشویق او ستاینی وړوګرځیدی.

ظاهرهویدا وتا جکستان، ایران، اتحاد جماهیر شوروی،امریکا او اروپا یی هیوادوکی کنسرتونه ورکړی دي.اوپه دی لاره کي بریالي را وتلې دی.

 ولی ظاهرهویدا د ایران د هنری تکړه سنردغاړوسره یوځای په ګډه هم  ډیری سندری ویلی دي چي دهغه وخت دایران په دولتی تلویزیون کي دهغه سندری نشر شوي دي. دده په سندرو کي د محلی ، طبیعت او کلتوری ځلا اوخوند له ورایه ښکاري اوپه غزولو کي دسیاست څخه لیری پا تي شوی دئ.

هویدا یواځي د سردار محمد داؤد د جمهوریت په وخت کي خبری وکړي او د جمهوری نظا م ستاینه یی په غزولوکي ورګډ کړه، نوموړۍ د پښتو سندرو سره ډیره علاقه درلوده او داستاد اولمیر د پښتو سندرواوغزولو ته ډیر لیوال وو ،ولی دهغه استاد ډیرنژدی ملګری پا تی هم شوی دي، مګر په خپله یی دپښتو سندری نشوای ویلای.                

هویدا په ۱۹۸۹ میلادي کال دجګړو له موخی له هیواده مهاجرشو، دوه کاله یې په هند کې تېر کړل او په ۱۹۹۱  میلادی کال کې جرمني ته ولاړی. ده د مرګ تراخیره ورځې پوری د ژوند پاتې وختونه د هامبورګ  په ښارکې تېر کړل.او دهجرت په دغو شلوکلنو کی  په تیاتر، سینما، او د موسیقی دژوري په داوري کی یی برخه اخسیته ده اودموسیقی مینووالوته نوی کمپیوزونه جوړکړی دی اوهمدارنګه نوی سندری یی هم ویلی دې.

 

ظاهر هویدا د افغاني موسیقۍ په وده او پر مختګ  کې ډېر زیار ایستلی دی.

ظاهر هویدا دافغانستان په ملی تلویزیون او راډیو کی ډیری سندری لری او دهجرت په موده کی هم د مینووالو دغوښتني سره سم  خپلی هڅي نه دی سپمولي، او سره له دې چې په افغانستان کې د موسیقۍ د مدرنوآلو په معرفي کولو اوعام کولو کې یې لوی رول لوبولی دی په سلګونو سندرې یې مینه والو ته پریښي دي.

 د ظاهرهویدا زوی آرش هویدا هم د خپل پلار په شان د موسیقی مسلکی لاره غوره کړیده اود افغانی ځوانو سندرغاړو د کمپیوزاو آواز د جوړولو چاری پر مخ بیايی.

زه د موسیقی ددی لوړ نامتو سندر غاړی مرګ د موسیقی په برخه کی یوه ستره نیمګړ تیا ګڼم او دخپل ځان له لخواه دده درنې کورنۍ ته تسلیت وایم  اودخدای تعالی(ج)څخه و نوموړی ته د جنت فردوس ددعا لاسونه پور ته کوم.

الله امین.

 

 

  


March 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل هنری